په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ایران ایر ټور هوايي شرکت نن دوشنبه د لړم د میاشتې په ۷ مه نېټه د کابل له هوايي ډګر څخه افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې.
د دغه شرکت مسوولین وايي، دا شرکت په اونۍ کې دوه الوتنې افغانستان ته کوي، چې الوتنې به د دوشنبې په ورځ د تهران-کابل په لاره او د پنجشنبې په ورځ د مشهد-کابل په لاره ترسره کیږی.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت «ماهان» او «کیش ایر» هوایی شرکتونه هم د تهران-کابل او مشهد-کابل ترمنځ خپلی عادي الوتنې ترسره کوی.
د پیغام پای/
Your Comment